کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرکټ بورډ ادارې مسوولینو ویلی، چې په سپټمبر میاشت کې به افغان لوبډله له نیوزیلنډ کرکټ ملی لوبډلې سره یوازینۍ ټېسټ لوبه ترسره کړی.
د خبر پر بنسټ د دواړو لوبډلو ترمنځ به دا لومړۍ یوازینۍ ټیسټ لوبه وی، چې ترسره کیږی.
د کرکټ بورډ د مسوولینو په وینا دا لوبه د سپټمبر میاشتی په ۹ نېټه پیلیږی، چې تر ۱۳مې به دوام وکړی.
افغانستان به د هند په ګریټر نویډا لوبغالی کې د نیوزیلنډ د لوبډلې کوربتوب وکړی.
د ګریټر نویډا کرکټ لوبغالی د افغانستان او هندوستان کرکټ بورډ د مشرانو ترمنځ د هوکړې له مخې افغانستان ته د کوربه لوبغالی په توګه ورکړل شوی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ