کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداري مرستیال کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتنه کړي، چې د برېښنا د تولید او په عصري ماشینري د روغتونونو او روغتیايي مرکزونو د تجهیزولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
د خبر پر بنسټ حکومت اداري مرستیال د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شېنګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړي.
بل لور د چین سفیر په دې کتنه کې ویلي، بیجنګ له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو، روغتیا، په یو شمېر ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو، سروې او د افغانستان د کانونو د وېستلو په برخه کې همکاري کوي.
د چین سفیر په ورورستي یوه کال کې افغان سوداګرو ته د ډېرو ویزو ورکول د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا بللې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/