کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت اداری مرستیال کابل کې د چین له سفیر څخه غوښتنه کړی، چې د برېښنا د تولید او په عصری ماشینری د روغتونونو او روغتیایی مرکزونو د تجهیزولو په برخه کې له افغانستان سره همکاری وکړی.
د خبر پر بنسټ حکومت اداری مرستیال د افغانستان لپاره د چین سفیر جاو شېنګ سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې په اړه خبرې کړی.
بل لور د چین سفیر په دې کتنه کې ویلی، بیجنګ له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو کډوالو لپاره د کورونو جوړولو، روغتیا، په یو شمېر ولایتونو کې د سړو خونو جوړولو، سروې او د افغانستان د کانونو د وېستلو په برخه کې همکاری کوی.
د چین سفیر په ورورستی یوه کال کې افغان سوداګرو ته د ډېرو ویزو ورکول د دوه اړخیزو اړیکو پراختیا بللې ده.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ