افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی په تاشکند کې د امریکا له سفیر سره د افغانستان په اړه خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۰ مه نېټه):
په واشنګتن کې د ازبکستان سفیر په یوه ټویټ کې لیکلی، چې د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړی استازی عصمت الله ایرګاشف او په تاشکند کې د امریکا سفیر جاناتان هینک خپلو کې د افغانستان په اړه خبرې_اترې کړی.
په واشنګتن کې د ازبکستان سفیر زیاته کړې چې په دغه لیدنه کې پر مهمو مسایلو لکه په افغانستان کې د دوامداره ټیکاو، نجونو او ښځو ته د بنسټیزو حقونو په تړاو پر ګډو هڅو بحث شوی دی.
د دغې لیدنې نور جزیات تر اوسه رسنیز شوی نه دی.
د ښځو پر کار او تحصیل بندیز دوه هغه لوی موضوعات دی چې نړیوال یې په اړه له اوسنی سرپرست افغان حکومت له مشرانو سره ټکر کې شوی دی.
خو بل لور بیا افغانستان ته د ناروې د کډوالو شورا مشر یان اېګلنډ په خپل سفر کې د افغان لوری له درې وزیرانو سره تر کتنې وروسته ویلی، افغان مشران پر ښځو د کار او تحصیل بندیز لرې کولو لپاره پر دوهم فرمان کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.