افغانستان په نړیوال شل اوریز جام کې اسټرالیا ته ماتې ورکړه

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۳مه نېټه)

د نړیوال شل اوریز نړیوال جام لوبو په ترڅ کې د لومړی ځل لپاره اسټرالیا هېواد ته ماتې ورکړه.

افغانستان په دغه لوبه کې لومړۍ توپوهنه وکړه، چې د شل اورونو په ترڅ کې یې مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه.

د اسټرالیا ټوله لوبډله وروستی اور کې د ۱۲۷ منډو په کولو وسوځېده او افغان لوبډلې ته یې د ۲۱ منډو په توپیر خپله ماتې ومنله.

له اسټرالیا څخه د دغې لوبې ګټل د شل اوریز نړیوال جام لوبو په ترڅ کې د مخکې تګ ترڅنګ د دې لپاره هم د ډېرو کرکټ مینوالو احساسات پارولی وو، چې تر دې وړاندې اسټرالیا له افغان کرکټ ملی لوبډلې سره د نجونو د تعلیم بندښت په پلمه خپلې لوبې لغوه کړې وې.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.