معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان په نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو دویم ځای لري

افغانستان په نړۍ کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو دویم ځای لري

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۴ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په خپل تازه راپور کې لیکلي، چې افغانستان له سوریې وروسته د ۶٫۵۵ میلیونه داخلي بې ځایه شویو په لرلو سره د نړۍ په کچه دوهم ځای لري.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې بې‌ ځایه شوي د طبیعي پېښو او ځینې نورو لاملونو له امله کډې کولو ته اړ شوي دي.
د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام په دغه راپور کې همدارنګه تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بې‌ ځایه کېدو د احتمال د زیاتوالي په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر زیاتېدو خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې دمګړۍ په دې هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر شاوخوا ۶ میلیونو تنو ته رسیږي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس