افغانستان په نړۍ کې د داخلی بې ځایه شویو کسانو دویم ځای لری

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۴ مه نېټه):
د ملګرو ملتونو پراختیایی پروګرام په خپل تازه راپور کې لیکلی، چې افغانستان له سوریې وروسته د ۶٫۵۵ میلیونه داخلی بې ځایه شویو په لرلو سره د نړۍ په کچه دوهم ځای لری.
د دغه راپور پر بنسټ، په افغانستان کې بې‌ ځایه شوی د طبیعی پېښو او ځینې نورو لاملونو له امله کډې کولو ته اړ شوی دی.
د ملګرو ملتونو د پراختیایی پروګرام په دغه راپور کې همدارنګه تر راتلونکو ۳۰ کلونو په ټوله نړۍ کې د بې‌ ځایه کېدو د احتمال د زیاتوالی په هکله هم خبرداری ورکړل شوی دی.
تر دې وړاندې د کډوالۍ نړیوال سازمان یا IOM په افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو د شمېر زیاتېدو خبر ورکړی و او ویلی یې وو چې دمګړۍ په دې هېواد کې د بې ځایه شویو شمېر شاوخوا ۶ میلیونو تنو ته رسیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.