کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د آسیا شورا د لوبو د پراختیا او کورش نړیوال فدراسیون رییس حیدر فرمان د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلی.
په دې لیدنه کې نوموړی ویلی، د افغانستان ورزش ډېر پرمختګ کړی او په دې وروستیو کې د افغان ورزشکارانو ښې لاسته راوړنې د دې ښکارندویی کوی، چې سرپرست حکومت د ورزش کلک ملاتړ کوی.
په دې لیدنه کې فرمان زیاته کړې، اوسمهال افغانستان کولی شی د اسیایی لوبو کوربتوب وکړی او له دې لارې د افغانستان د ورزش رښتینی انځور او اوسنی حالت له نړیوالو ورزشی ادارو سره شریک کړی.
دغه راز دې لیدنه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د المپیک له نړیوالې کمېټې او نورو ورزشی ادارو غوښتی، چې د افغانستان رښتینی انځور له نړیوالو سره شریک کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ