کابل-ګهیځ نیوز(د جوزا ۱۷سمه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د چاپېریال ساتنې ملی ادارې سرپرست ویلی، چې د اقلیم په بدلون سره په هېواد کې ۵۰ سلنه ځنګلونه له منځه تللی دی.
د خبر پر بنسټ، اقلیمی بدلون ۴۰ سلنه ځمکې زیانمنې کړې او ۵۰ سلنه ځنګلونه یې له منځه وړی، خو د مسوولینو په وینا د دوی په هڅو ۲،۸ سلنه ځنګلونه بیا زیات شوی دی.
د چاپېریال ساتنې ادارې مسوولین وایی، د چاپېریال ساتنې قانون بیا کتنه، د چاپېریال ساتنې پالیسیو تدوین، د پنځه کلن سټراټېژیک پلان جوړول، د هوا درجې کمولو پروګرام جوړول او د چاپېریال ساتنې برخه کې د پروګرامونو پلی کول د دې ادارې لاسته راوړنې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ