افغانستان کې تېره یوه میاشت د حادو تنفسی ناروغیو له امله ۳۵۰ کسانو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۳۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان کړی، چې تېره یوه میاشت کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د حادو تنفسی ناروغیو له امله ۳۵۰ کسان مړه شوی دی.

دغې سازمان د یوې میاشتې په راپور کې ویلی، چې په همدې موده کې ۱۷۱ زره او ۶۵۹ تنه پر دې ناروغۍ اخته شوی دی.

د WHO د راپور له مخې د حادو تنفسی ناروغیو کچه د جنورۍ میاشتې په پرتله ۱۶.۷ سلنه راټیټه شوې، چې لوی لامل یې د هوا ګرمېدل بلل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د ناروغۍ د لا کمښت لپاره د وقایوی تدابیرو نیول اړین دی.
ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.