کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام WFP ویلی، د افغانستان په ځینو کلینیکونو کې د خوارځواکه مېندو او ماشومانو شمېر دوه برابره دېر شوی دی.
دغې ادارې پر خپلې اېکس پاڼې لیکلی، چې د مرستو کمېدل د خوارځواکۍ د ډېرېدو سبب شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام زیاته کړې، چې د دوی د بودیجې د کمېدو له امله په تېر یوه کال کې لږ تر لږه لس میلیونه افغانانو خوراکی مرستې نه دی ترلاسه کړی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دی.
دغه راز د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یا یونېسف د بیا د تېرې یکشنبې په ورځ ویلی وو، چې تر درې لکه درې ۴۰ زرو ډېر ماشومان په افغانستان کې د خوارځواکۍ له امله بستر شوې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ