معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې دننه د ټاپي پروژې چارې پیلېدونکي دي

افغانستان کې دننه د ټاپي پروژې چارې پیلېدونکي دي

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۶  مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزیر ویلي، ټاپي نل لیکه د پیل په درشل کې ده.

د نوموړي په خبره کابل او عشق آباد د دې پروژې پیل ته کلک ژمن دي.

متقي دا څرګندونې د ټاپي او افغان-ترکمن د اقتصادي ګډو پروژو عملي چارو پېلېدو په اړه بهرنیو چارو وزارت کې د چمتووالي او معلوماتي غونډې ته وکړې.

متقي زیاته کړې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټول قانوني مراحل چې باید هوکړه پرې وشي، هم وروستي شوي دي.

بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل لارې پروژې په اړه وویل، ډېر زر به د هنګرونو، تم ځایونو، ګودامونو او د اوسېدو سربېره د نورو اړینو ځایونو د جوړولو عملي چارې پیل شي.

ټاپي چې د افغانستان لپاره تر ټول ستره اقتصادي پروژه بلل کیږي، ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لري، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴ کیلومټره رغول شوي د پاتې نورو به یې نږدې راتلونکي کې چارې پیل شي.

ټاپي نل لیکه په کلني ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لري، چې له دې ډلې به یې ۵ میلیارد متر مکعب افغانستان او پاتې نور به په مساويانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شي.

د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلني ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس