کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې بهرنیو چارو وزیر ویلی، ټاپی نل لیکه د پیل په درشل کې ده.
د نوموړی په خبره کابل او عشق آباد د دې پروژې پیل ته کلک ژمن دی.
متقی دا څرګندونې د ټاپی او افغان-ترکمن د اقتصادی ګډو پروژو عملی چارو پېلېدو په اړه بهرنیو چارو وزارت کې د چمتووالی او معلوماتی غونډې ته وکړې.
متقی زیاته کړې، د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ټول قانونی مراحل چې باید هوکړه پرې وشی، هم وروستی شوی دی.
بهرنیو چارو وزیر همداراز د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د رېل لارې پروژې په اړه وویل، ډېر زر به د هنګرونو، تم ځایونو، ګودامونو او د اوسېدو سربېره د نورو اړینو ځایونو د جوړولو عملی چارې پیل شی.
ټاپی چې د افغانستان لپاره تر ټول ستره اقتصادی پروژه بلل کیږی، ۱۸۴۰ کیلومټره اوږدوالی لری، چې له دې ډلې یې د ترکمنستان خاوره کې ۲۱۴ کیلومټره رغول شوی د پاتې نورو به یې نږدې راتلونکی کې چارې پیل شی.
ټاپی نل لیکه په کلنی ډول د ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز د لېږد ظرفیت لری، چې له دې ډلې به یې ۵ میلیارد متر مکعب افغانستان او پاتې نور به په مساویانه ډول د پاکستان او هند ترمنځ ووېشل شی.
د لس میلیارد ډالرو په ارزښت دغې پروژې څخه به افغانستان په کلنی ډول ۴۵۰میلیونه ډالر د ټرانزېټ فیس په توګه ترلاسه کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ