کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپلې وېبپاڼې په یوه خپاره کړی راپور کې.ویلی، چې د روان کال په جنورۍ میاشت کې په افغانستان کې د سختې تنفسی ناروغۍ د ۱۶۰ زره پېښو راپور ورکړل شوی دی.
د راپور له مخې دا شمېرې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښیی.
د یونېسف په خبره په سلو کې ۶۲ سلنه ناروغان له پنځو کلونو کم عمره ماشومان دی.
په راپور کې دغه راز ویل شوی، چې ډېره سړه هوا او ککړتیا په افغانستان کې د سختې تنفسی ناروغۍ اصلی لاملونه دی.
د دې بنسټ په راپور کې دا هم ویل شوی، چې په ژمی کې د افغانستان په ډېرو سیمو کې د هوا تودوخه له صفر څخه ښکته وی، چې له امله یې ګن شمېر ماشومان په تنفسی ناروغیو اخته کیږی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ