معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / افغانستان کې د جرمني تر ۲۰ ډېر افغان همکاران وژل شوي

افغانستان کې د جرمني تر ۲۰ ډېر افغان همکاران وژل شوي

کابل/ګهیځ: نن یکشنبه (د تلې/میزان ۱۷مه او د سپټمبر ۹مه نېټه ده) د جرمني حکومت وايي تر ۲۵ کسانو افغانان، چې دوی یې له افغانستانه د ایستلو هوډ لاره، په بېلا بېلو پېښو کې یې ژوند له لاسه ورکړی.
ډي‌پي‌اې خبري اژانس د جرمني د المان د دفاع وزارت په حواله راپور ورکړی چې دا افغانان په افغانستان کې د جرمني د حکومت ځايي کارکوونکي وو او اوس مړه دي.
یاد وزارت د خپلو څېړنو په پایله کې ویلي چې د دغو کسانو له ډلې ۱۲ تنه په طبیعي ډول یا په ترافیکي پېښو کې مړه شوي.
که څه هم راپور د ۷ کسانو د مرګ په باب څه نه دي ویلي خو په نا څرګند ډول ادعا کوي چې د دغو کسانو ۶ تنه وژل شوي دي.
د جرمني د دفاع وزارت دا هم ویلي چې هېڅ داسې نښه نه لیدل کېږي چې د دوی ۶ وژل ‌شوي افغان همکاران دې د آلمان د وسله ‌والو ځواکونو د ملاتړ له امله وژل شوي وي.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې نړیوالې ټولنې ویلي وو چې په افغانستان کې د ناټو زیات شمېر افغان همکاران په افغانستان کې پاتې دي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس