افغانستان کې د جګړو پرمهال د کیمیاوی وسلو کارول اقلیم ته جدی زیانونه اړولی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال د اقلیمی بدلون د ۲۹مې نړیوالې غونډې د پایلو او اغېزو د ارزونې په کنفرانس کې د افغانستان اقلیمی زیانونو ته په اشارې ویلی، چې افغانستان کې د جګړو په اوږدو کې د بمونو او کیمیاوی وسلو کارول د هېواد اقلیم ته جدی زیان اړولی دی.

نوموړی زیاته کړې، چې د پخوانی شوروی اتحاد د اشغال پر مهال جګړو د هېواد ۸۰ سلنه ځنګلونه له منځه وړی دی.

نوموړی په خپلو خبرو کې د امریکا له خوا د بمونو مور او کیمیاوی وسلو د کارولو اغېزې هم یادې کړی، چې د افغانستان طبیعی چاپېریال یې په شدیده توګه اغېزمن کړی دی.

سیاسی مرستیال د دې ناورین د حل لپاره د هېواد د اوبو د کنټرول او مدیریت پر اهمیت ټینګار کړی او یادونه یې کړې، چې د اقلیم د بیارغونې لپاره باید ګډې هڅې ترسره شی.

دغه کنفرانس کې د افغانستان اقلیم ته د زیانونو د ارزونې ترڅنګ د چاپېریالی ستونزو د هوارۍ لپاره هم د عملی اقداماتو غوښتنه شوې.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.