کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام ویلی، چې د تېر کال په پر تله سږ کال افغانستان کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.
د دغه راپور له مخې، افغانستان کې د غنمو، وریجو، جوارو او مېوو د تولیداتو زیاتوالی او د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات هغه لاملونه دی، چې ورسره په هېواد کې د خوړو خوندیتوب کې ښه والی راغلی.
راپور کې راغلی، د روان زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پر اړمنو افغانانو ۵ اعشاریه ۵ میلیونه ډالره وېشل شوی دی.
د خوړو نړیوال پرواګرام ویلی، بېړنیو بشری مرستو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۱۵.۳ میلیونو ۱۲.۴ میلیونو ته کم شوی دی.
د خوړو نړیوال پروګرام په راپور کې دغه راز راغلی، چې د کاری زمینو نشتوالی، عوایدو کموالی، وچکالی، سېلابونه او له نورو هېوادونو د زرګونو افغان کډوالو راستنېدل لاهم هغه ستونزې دی، چې افغانان یې بشری مرستو ته اړ کړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ