افغانستان کې د داعش ډلې حضور په اړه نړیوالو اندېښنو زور موندلی

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۶ مه نېټه):
که څه هم افغان مشران په خپله خاوره کې هېڅ کومه ډله چې اوسنی نظام او نړیوالو ته د ګواښ پېښ کړی، شتون نه لری، خو د ګډو امنیتی تړونونو د سازمان د ګډو ځواکونو مشر تازه په یو کنفرانس کې ویلی، چې په افغانستان کې د داعش خراسان جنګیالیو شمېر ۶ زره ۵ سوه تنو ته رسېدلی دی.
اناتولی سیدوروف نن په دغه خبری غونډه کې زیاته کړې، چې د دغو داعشی جنګیالیو له ډلې یې ۴ زره تنه د تاجکستان پولې ته څېرمه مېشت شوی دی.
دوی دغه اندېښنې په داسې مهال کوی چې دې وروستیو کې د افغان حکومت استخباراتی ریاست د دغې ډلې د اشخاصو ډېری پټنځایونه په نښه او په کې ښکېل اشخاص یې له منځه وړی دی.
تازه وړمه شپه هم ځانګړو ځواکونو د کارته نو سیمه کې د دغې ډلې پر پټنځای عملیات ترسره کړل، چې په کې د دې ډلې پورې د تړلو نهو تنو د وژل کېدو او د یو بل تن د ژوندی نیول کېدو راپورونه ورکړل شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.