کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۲ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان ویلی، له جاپان سره په ګډه یې په افغانستان کې د ساری ناروغیو سره د مبارزې په برخه کې د ۶،۹ میلیونو ډالرو پروژه لاسلیک کړه.
د خبر پر بنسټ، دغه سازمان وایی یاده بودیجه یوازې د ساری ناروغیو د مخنیوی په برخه کې لګوی.
د (WHO) په وینا د جاپان د همکاریو نړیوال سازمان (جایکا) سره به د ساری ناروغیو په دغه ګډه پروژه کې له ۷۶ زره څخه زیاتو افغانانو ته خدمات وړاندې کړی.
د روغتیا نړیوال سازمان پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازی ډاکټر لوو داپینک د جاپان د همکارۍ نړیوال سازمان سره د ۶،۹ میلیونو امریکایی ډالرو ګډه پروژه په جاپان کې لاسلیک کړه.
د روغتیا نړیوال سازمان وایی، په دغه ګډه پروژه کې به په افغانستان کې د ساری ناروغیو د اغېزو د مخنیوی او کمولو په برخه کې له ۷۶ زره څخه ډېرو کسانو ته خدمتونه وړاندې کړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ