کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) ویلی، په افغانستان کې د هوا په سړېدو سره ډېری ماشومان د تنفسی ناروغیو له جدی ګواښ سره مخ دی.
یونېسف وایی، له خپلو شریکانو سره په ګډه د افغانستان په بېلابېلو برخو کې روغتونونو ته د درملو او اړینو تجهیزاتو په لېږد بوخت دی، څو د دې ناروغیو مخنیوی وشی او اړینو ماشومانو ته اړین خدمات ورسول شی.
یونېسف د نړیوالو ادارو او سازمانونو له لوری د لا زیاتو همکاریو غوښتنه کړې، څو د افغانستان ماشومانو ته د ژمی په سختو شرایطو کې مرستې ورسوی.
له دې وړاندې یونېسف او د نړۍ د مسلمانانو لیګ په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ په موخه د ۱.۵ میلیون ډالرو په ارزښت یو ګډ هوکړه لیک هم لاسلیک کړی و.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ