معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان کې د موسمي ناروغیو ډېرښت په اړه ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې

افغانستان کې د موسمي ناروغیو ډېرښت په اړه ملګرو ملتونو اندېښنه ښودلې

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۹):
ملګري ملتونه ویلي، د افغانستان په مرکزي سیمو کې د ښځو او ماشومانو په منځ کې د موسمي ناروغیو د خپرېدو له امله روغتیايي خدمتونو ته اړتیا زیاته شوې ده.
دوی ویلي، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د افغانانو او په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې اوس مهال د دغه سازمان روغتیايي ټیمونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دي.
د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې د دغه سازمان شاوخوا ۵۰ روغتیايي ټیمونو په ټول افغانستان کې د ښځو په ګډون د ۱۵۶ زره کسانو درملنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس