کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۹):
ملګری ملتونه ویلی، د افغانستان په مرکزی سیمو کې د ښځو او ماشومانو په منځ کې د موسمی ناروغیو د خپرېدو له امله روغتیایی خدمتونو ته اړتیا زیاته شوې ده.
دوی ویلی، چې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د افغانانو او په ځانګړې توګه ښځو ته د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوی.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ټینګار کړی چې اوس مهال د دغه سازمان روغتیایی ټیمونه د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خلکو ته د روغتیایی خدمتونو په وړاندې کولو بوخت دی.
د ملګرو ملتونو د دغې ادارې د معلوماتو له مخې یوازې په تېره یوه میاشت کې د دغه سازمان شاوخوا ۵۰ روغتیایی ټیمونو په ټول افغانستان کې د ښځو په ګډون د ۱۵۶ زره کسانو درملنه کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ