کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۴ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د روغتیا نړیوال سازمان په خپل اونیز راپور کې ویلی، چې افغانستان کې د نس ناستې په پېښو کې د تېر په پرتله کموالی راغلی.
دغه راپور کې ویل شوی، چې تېره یوه اونۍ کې د افغانستان په ۱۷۹ ولسوالیو کې ۳ زره ۲۲۸ کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوی، چې دا د تېرو اونیو په پرتله ۱۱،۷ سلنه کموالی ښیی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د دوو نجونو په ګډون تر پنځو کلونو کم عمره درې ماشومان د دغې ناروغۍ له امله مړه شوی دی.
د راپور پر بنسټ، دغه مرګ – ژوبله په بدخشان او پکتیکا ولایتونو کې ثبت شوې ده.
د راپور په یوه برخه کې راغلی، چې د نس ناستې تر ټولو لوړه کچه په پکتیا، نیمروز، لوګر او کابل ولایتونو کې وه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ