کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۲ نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کانونو او پټرولیم وزارت ویلی، چې افغانستان کې د ټاپی سترې اقتصادی پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دی.
د دې وزارت په اعلامیه کې راغلی، د مشرتابه د هڅو له امله هرات ولایت کې د سرحد آباد سیمې د ګازو نل لیکې جوړولو کار په چټکۍ سره دوام لری.
وزارت ټینګار کړی، چې نه یوازې هرات؛ بلکې د افغانستان له لارې د ټاپی نل لیکې ټوله پروژه به د سمو او هدفمندو پلانونو پر بنسټ بشپړې شی.
ټاپی (TAPI) د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ترمنځ د ګازو نل لیکې ستره سیمه ییزه پروژه ده، چې د ترکمنستان له دولت آباد ګازو ډکې حوزې پیلیږی او افغانستان کې د هرات، فراه، کندهار او هلمند ولایتونو څخه تر تېرېدو وروسته پاکستان ته او بیا د پاکستان له لارې د هند فاضیلکا ښار ته رسیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ