افغانستان کې د ټراکټور تولیدی شرکت جوړیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۹ مه نېټه)

‏د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر د افغانستان او ایران د ګډ کنسرسیوم له چارواکو سره کتلی.

د کرنې وزارت ویلی، دې کنسرسیوم کې چې د دواړو هېوادونو سوداګر په کې شامل دی، افغانستان کې د کرنې میکانیزه کولو په موخه د ټراکټور د تولیدی شرکت د جوړولو پرېکړه شوې.

دغو سوداګرو د کرنې وزارت څخه دې برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.

بل لور دې کتنه کې د کرنې وزیر د سوداګرو د دغه وړاندیز هر کلی کړی او د یاد وزارت له اصولو سره سم یې د عملی اقداماتو په ترسره کولو ټینګار کړی دی.

دغه طرحه د افغانستان کرنې ودې او د کرنیزو تجهیزاتو په تولید کې د ځان بسیاینی د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.