کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د کار نړیوال سازمان له خوا په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست په میاشت کې په دولت کې له تحول راهیسې د ښځو د کار کچه په کمساري توګه راټيته شوې ده.
د یاد سازمان د اټکل له مخې د ۲۰۲۲ کال په څلورمه ربع کې د ښځو په کار او استخدام کې د ۲۰۲۱ کال د دوهمې ربعې څخه د مخکې حالت په پرتله ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د خبرپاڼې له مخې په همدې موده کې د نارینه وو د کار او استخدام په کچه کې يواځې اووه سلنه کموالی ليدل شوی دی.
دوی ویلي، چې په بازارونو کې د ښځو د ونډې پر وړاندې د شته محدودیتونو له امله دغه کموالی راغلی دی.
افغانستان کې له سیاسي تحول وروسته پر مېرمنو د تعلیم او تحصیل سربېره کاري محدودیت هغه څه و چې ډېری مېرمنې یې له کاري فرصتونو بې برخې کړلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/