کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۱۷ مه نېټه):
د کار نړیوال سازمان له خوا په خپره شوې یوې خبرپاڼې کې ویل شوی، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د اګست په میاشت کې په دولت کې له تحول راهیسې د ښځو د کار کچه په کمساری توګه راټیته شوې ده.
د یاد سازمان د اټکل له مخې د ۲۰۲۲ کال په څلورمه ربع کې د ښځو په کار او استخدام کې د ۲۰۲۱ کال د دوهمې ربعې څخه د مخکې حالت په پرتله ۲۵ سلنه کموالی راغلی دی.
د خبرپاڼې له مخې په همدې موده کې د نارینه وو د کار او استخدام په کچه کې یواځې اووه سلنه کموالی لیدل شوی دی.
دوی ویلی، چې په بازارونو کې د ښځو د ونډې پر وړاندې د شته محدودیتونو له امله دغه کموالی راغلی دی.
افغانستان کې له سیاسی تحول وروسته پر مېرمنو د تعلیم او تحصیل سربېره کاری محدودیت هغه څه و چې ډېری مېرمنې یې له کاری فرصتونو بې برخې کړلې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ