کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۶مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ماشومانو نړیوال سازمان یا Save the Children ویلی، چې په افغانستان کې هره میاشت شاوخوا ۶۰ کسان د ناچاوده توکو د چاودنې له امله خپل ژوند له لاسه ورکوی.
د دوی په خبره د دغو قربانیانو لویه برخه کم عمره یا کوچنی ماشومان دی.
یاد سازمان افغانستان د هغو هېوادونو په ډله کې راوستى، چې تر ټولو ډېر په ماینونو لړلی دی.
د دې سازمان د مسؤولینو په وینا د افغانستان د ولسوالیو دوه پر درېیمه برخه په ماینونو باندې ککړه ده.
د ماشومانو نړیوال سازمان له افغان حکومت او نړیوالو غوښتی، چې له جګړې څخه د پاتې شویو ناچاودو توکو له منځه وړلو او خنثٰى کولو ته لومړیتوب ورکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ