کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بدنی روزنې او سپورټ ریاست ویلی، چې پر فری فایټ لوبو د بندیز امر یې له امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت څخه د تازه مکتوب له لارې ترلاسه کړی دی.
د امر باالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت له لوری د افغانستان بدنی روزنې او سپورټ ریاست ته په لېږل شوی مکتوب کې راغلی، فری فایټ یا آزادې سیالۍ له تاوتریخوالی ډکې دی او د لوبغاړو د مرګ ګواښ په کې شته، نو په همدې اساس یې پر لوبو بندیز ولګېد.
د بدنی روزنې او سپورټ ریاست ویلی، چې دوی هم د همدې مکتوب پر اساس ټول هېواد کې یاده لوبه ممنوع اعلان کړه.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ