کابل-ګهیځ نیوز( د حمل / وری ۱۹مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په خپله اېکس پاڼه لیکلی، چې په کابل کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونو ته د مراجعینو شمېر د تېر په پرتله درې برابره زیات شوی دی.
یاده اداره وایی، په ټول افغانستان کې د ۲۷۰۰ روغتیایی مرکزونو سره مرسته کوی، چې په کې په خوارځواکۍ د اخته مېرمنو او ماشومانو درملنه کیږی.
تېر کال د ملګرو ملتونو ادارې اټکل کړی و، چې په ټول افغانستان کې به نږدې ۸۰۰ زره میندواره او شیدې ورکوونکی ښځې په خوارځواکۍ اخته شی، خو په کلینیکونو کې دا شمېر ۱،۲ میلیونو ته لوړ شوی دی.
یادې ادارې په خپله ایکس پاڼه په لیکلی بیان کې زیاته کړې، چې وضعیت مخ په خرابېدو دی او د مرستو کمېدل یو له هغو عواملو څخه دی چې په خوارځواکۍ اخته ناروغان ډېر شوی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ