افغانستان کې ۲۷ میلیونه وګړی مرستو ته اړتیا لری

کابل-ګهیځ نیوز(د تلې/ میزان ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د خوړو نړیوال پروګرام “WFP” ویلی، افغانستان کې څه باندې ۲۷ میلیونه وګړی په کافی اندازه خواړه نه لری او په ټول هېواد کې د ژمی لپاره بېړنیو مرستو ته ډېره اړتیا لیدل کیږی.

د خوړو نړیوال پروګرام د چین د حکومت له مرستو مننه کړې، چې په تېره یوه میاشت کې یې په ټول افغانستان کې له ۳۵ زره کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کړې.

تېر کال د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د مرستو د کمښت له امله د خپلو مرستو د ترلاسه کوونکو له لېست څخه لس میلیونه کسان ایستلی وو.

د روان کال په پیل کې یاد پروګرام خبر ورکړی و، چې افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر د تېر کال پرتله درې برابره زیات شوی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.