معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغانستان ۳.۲ میلیونه کورني بې ځایه شوي خلک لري

افغانستان ۳.۲ میلیونه کورني بې ځایه شوي خلک لري

کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله  ۱۲ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ یا UNHCR ویلي، چې په افغانستان کې که څه هم جګړې پای ته رسېدلې، خو لا هم دغه هېواد ۳ میلیونه ۲ لکه کورني بې ځایه شوي خلک لري.

یاد سازمان پرون په افغانستان کې د امنیتي وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ، چې د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اصلي لامل یې نښتې یادې کړي.

دغې ادارې دا هم ویلي، چې اوسمهال نږدې شپږ میلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروي.

یاد سازمان دغه راز زیاتوي، چې کډوال او پناه غوښتونکي د پناه غوښتنې د قوانینو د نشتوالي او خپلو اساسي حقونو ته د محدود لاسرسي له امله تر ټولو زیانګالي خلک دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس