کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالی کمېشنرۍ یا UNHCR ویلی، چې په افغانستان کې که څه هم جګړې پای ته رسېدلې، خو لا هم دغه هېواد ۳ میلیونه ۲ لکه کورنی بې ځایه شوی خلک لری.
یاد سازمان پرون په افغانستان کې د امنیتی وضعیت په اړه یو راپور خپور کړ، چې د دغو کسانو د بې ځایه کېدو اصلی لامل یې نښتې یادې کړی.
دغې ادارې دا هم ویلی، چې اوسمهال نږدې شپږ میلیونه نور افغانان د ایران او پاکستان په ګډون د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ ژوند تېروی.
یاد سازمان دغه راز زیاتوی، چې کډوال او پناه غوښتونکی د پناه غوښتنې د قوانینو د نشتوالی او خپلو اساسی حقونو ته د محدود لاسرسی له امله تر ټولو زیانګالی خلک دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ