معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، تېرو دریو میاشتو کې یې د ۹ لکه او ۵۵ زره ناروغانو وړیا درملنه کړې

افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي، تېرو دریو میاشتو کې یې د ۹ لکه او ۵۵ زره ناروغانو وړیا درملنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایي، په تېرو پنځو میاشتو کې یې هېواد کې ۹ لکه ۵۵ زره او ۸۳۱ ناروغانو ته په وړیا ډول روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي دي.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې په دغو خدمتونو کې لومړنۍ مرستې، واکسین، معاینات، د خوارځواکۍ او ولادت ترڅنګ د سوري زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درمنله هم شامله ده. خبرپاڼه وایي، دوی په ټول هېواد کې ۴۶ ثابت اساسي کلینیکونه، ۱ جامع روغتیایي کلینیک، ۶۱ ګرځنده روغتیایي کلینیکونه او د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو سلګونه رضاکاره ټیمونه لري، چې بېوزلو هېوادوالو ته په وړيا ډول روغتیایي خدمتونه ترسره کوي.
هېره دې نه وي چې لا هم لسګونو په زړه سوري ناروغان د درملنې په موخه دغې ټولنې سره ثبت دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس