کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۸ مه نېټه):
د افغانی سرې میاشتې ټولنې مسوولین وایی، په تېرو پنځو میاشتو کې یې هېواد کې ۹ لکه ۵۵ زره او ۸۳۱ ناروغانو ته په وړیا ډول روغتیایی خدمتونه وړاندې کړی دی.
د یادې ادارې په خبرپاڼه کې په دغو خدمتونو کې لومړنۍ مرستې، واکسین، معاینات، د خوارځواکۍ او ولادت ترڅنګ د سوری زړه په ناروغۍ د اخته ماشومانو درمنله هم شامله ده. خبرپاڼه وایی، دوی په ټول هېواد کې ۴۶ ثابت اساسی کلینیکونه، ۱ جامع روغتیایی کلینیک، ۶۱ ګرځنده روغتیایی کلینیکونه او د ټولنې په کچه د لومړنیو مرستو سلګونه رضاکاره ټیمونه لری، چې بېوزلو هېوادوالو ته په وړیا ډول روغتیایی خدمتونه ترسره کوی.
هېره دې نه وی چې لا هم لسګونو په زړه سوری ناروغان د درملنې په موخه دغې ټولنې سره ثبت دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ