کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۹ مه نېټه):
افغانی سرې میاشتې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی، چې په تېرو نهو میاشتو کې یې د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د طبیعی پېښو له زیانمنو او بېوزلو سره څه باندې ۴۳۴ میلیونه افغانۍ مرسته کړې ده.
یادې ټولنې ویلی، چې دغه مرستې پر اړمنو کورنیو او د طبیعی پېښو پر زیانمنو وېشل شوې دی.
په یاده خبرپاڼه کې راغلی چې هرې کورنۍ ته ۹ زره افغانۍ ورکړل شوې دی.
د سرې میاشتې ټولنې د معلوماتو پر اساس دغه مرستې په بادغیس، کابل، پنجشیر، پکتیکا، سمنګان، خوست، اروزګان، پروان، زابل، کندهار، لغمان، لوګر، میدان وردګ ،ننګرهار، بغلان، تخار، پکتیا، جوزجان، دایکندی، غزنی، فاریاب، کونړ او کندوز ولایتونو کې وېشل شوې دی.
دې وروستیو کې یو شمېر افغانان د مرستو وېشلو په بهیر د روڼوالی پر کمښت شکایت کوی او نیوکه کوی چې د مرستو له وېشلو ډېری مستحق خلک بې برخې پاتې کیږی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ