کابل/ګهیځ: په کندهار کې د ۱.۵ میلیونه امریکایی ډالرو په ارزښت د وچې مېوې د پروسس یوه فابریکه جوړه شوې ده.
د باختر دولتی اژانس په دې اړه په خپل رپوټ کې ویلی، چې د یادې فابریکې پروسس شوې مېوې پر هند، پاکستان، ایران او متحدو عربی اماراتو سربېره د تاجکستان بازارونو ته هم صادرېږی.
د فابریکی چارواکی وایی، د نړیوالو بازارونو د غوښتنې مطابق د ورځې پنځه ټنه وچه مېوه پروسس کوی.
د یادې فابریکې مشر جمیل افغان ویلی، چې شاوخوا ۲۰۰ کسانو ته یې د کار زمینه برابر کړې، چې د مېوو د پروسس په بېلابېلو برخو کې کار کوی.
دی وایی، په ورځنی ډول تر ۵ ټنو پورې انځر، شکرپاره، آبجوشی، ممیز او ځېره پروسس کوی.
دا په داسې حال کې ده چې که څه هم د امریکا لخوا د افغانستان ارزی پانګې کنګل کولو د دې هېواد اقتصاد زیانمن کړی خو په دې وروستیو کې له مختلفو ولایتونو د ورته وړو فابریکو د فعالېدو خبرونه ورکول کېږی.
گهیځ