ګهیځ: نن سې شنبه ( د لیندۍ ۲۳مه) حکومت د اقتصادی وضعیت د کنټرول لپاره ځانګړې کمېټه ګومارلې ده.
د راپورونو له مخې تېره ورځ د وزیرانو شورا په غونډه کې د رییس الوزراء د اقتصادی مرستیال په مشرۍ یوې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې په هېواد کې د افغانۍ د ثبات لپاره هڅه وکړی او ټول هغه لاملونه پیدا کړی چې د روان اقتصادی وضعیت او افغانۍ د بې ثباتۍ سبب ګرځېدلې.
کابینې همدا راز د ډالرو پر قاچاق بندیز لګولی دی او یادې کمېټې ته یې ویلې چې په دې اړه شته مافیایی کړۍ مشخصې کړی او د قانون منګولو ته یې وسپاری.
کابینه داسې مهال د افغانیو د ثبات ساتلو په موخه ګام پورته کوی چې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په بې مخینې توګه راټیټ شوی دی او خلکو ته یې پراخې ستونزې جوړې کړې دی.
گهیځ