افغان او ازبکستانی لوری د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د کب / حوت ۵  نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغان حکومت اقتصادی مرستیال د ازبکستان د لومړی وزیر له مرستیال جمشید خوجه یوف سره کتنه کې د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړی.

د خبر پر بنسټ دغه کتنه کې دواړو لورو د سوداګریزو او ټرانزیټی اړیکو پر پراختیا او په افغانستان کې د ازبکستانی پانګوالو پر پانګونې بحث کړی دی.

ازبکستانی لوری ویلی، تاشکند چمتو دی چې له کابل سره د سوداګریزو اړیکو د پراخولو په موخه د دواړو هېوادونو په ګډه پوله ګډ سوداګریز زون رامنځته کړی، چې په کې د جلغوزیو او پنبې د پروسېس کارخونې، د بسته‌ بندۍ او لوجستیک مرکزونه او د یو شمېر خوراکی توکو د تولید کارخونې جوړې شی.

همدا راز یې د سمنګان د سمنټو په تولیدی کارخونه او د نفتو او ګازو په را ایستنه کې د پانګونې په اړه هم خبرې کړې دی.

د رییس الوزرا اقتصادی مرستیال تېره ورځ د لوړپوړی پلاوی په مشرۍ دغه هېواد ته سفر وکړ.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.