کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکی مرستیال انجنیر عبدالباری صدیقی، د ازبکستان اوسپنې پټلۍ له لومړی مرستیال حکمت الله رحمتوف سره د ارګ په چهارچنار ماڼۍ کې کتلی دی.
د راپور پر بنسټ دې کتنه کې، په ریلی موضوعاتو او افغان-ټرانس پروژې په اړه خبرې شوې دی.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې تخنیکی مرستیال ویلی، خصوصی سکټور او سوداګر تل غوښتنه کوی چې ازبکستان دې پر ټرانزیټی توکو تعرفه کمه کړی، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د انتقالاتو کچه لوړه شی. د ازبکستان د اوسپنې پټلۍ لومړی مرستیال هم، په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
ازبک پلاوی د دغه هېواد د لومړی وزیر د مرستیال جمشېد خواجهیوف په مشرۍ پرون کابل ته راغلی او ټاکل شوې چې د سرپرست حکومت د بېلابېلو ادارو له چارواکو او مسوولینو سره، د سوداګرۍ د پراختیا، ټرانزیټی او نور مهمو مسایلو په اړه خبرې وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ