کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۲۴مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ازبکستان د ټرانسپورټ له وزیر، الهام محکموف او د ازبکستان د ولسمشر له ځانګړی استازی، عصمت الله ارګاشیف سره د دوه اړخیزو سیاسی او اقتصادی اړیکو، سیمه ییز اتصال، ټرانزیټی پروژو، ګډې پانګونې او سیمه کې د افغانستان او ازبکستان د ټرانزیټی رول په اړه خبرې کړی.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزیر له خولې لیکل شوی، چې دا ځل کابل ته د اوسپنې پټلۍ، جیولوجی او کانونو د تکړه انجنیرانو په ګډون له ګڼو تخنیکی ټیمونو سره راغلی او په دغو برخو کې به له اړوندو ادارو سره بېلابېلې ناستې ولری.
الهام محکموف دغه راز ویلی، د افغان – ټرانس پروژې د عملی پیل لپاره یې تخنیکی پلاوی ملاتړ کوی او په خبره یې، ازبکستان له افغانستان سره د سرحدی خدماتو ۲۴ساعته کولو ته چمتو ده.
خبرپاڼه کې راغلی، د ازبکستان د ولسمشر ځانګړی استازی هم د هېواد په ځینو ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو له امله د اوښتو زیانونو په اړه له افغانانو سره خواخوږی څرګنده کړې او په دغه برخه کې یې د همکاریو لپاره چمتووالی ښودلی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ