کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۲۸ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له اجراییوی رییس، جبارعلی ذاکری سره کتلی.
د خبر پر بنسټ په دې کتنه کې د خواف – هرات د درېیمې قطعې له لارې د سوداګریزو توکو د انتقالاتو پر زیاتوالی، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د افغانستان د اوسپنیزې کرښې اړوند د تخنیکی کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې د پانګونې پر څرنګوالی خبرې شوی.
دغه راز دواړو لوریو د افغانستان او ایران ترمنځ پر اوسنیو دوه اړخیزو ریلی همکاریو خوښی ښودلې او ټینګار یې کړی، چې دواړه هېوادونه باید د ریلی همکاریو د دوام او پراختیا په موخه هڅې لا زیاتې کړی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ