کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د ایران د استازو مجلس له ۷ کسیز پلاوی سره چې جواد کریمی قدوسی یې مشری کوی، په کابل کې کتلی دی.
د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د امنیت، نشه یی توکو پر ضد د مبارزې، د قاچاق د مخنیوی، سرحداتو د ساتنې او سوداګرۍ په اړه خبرې شوې دی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند پر خپلې ټویټر پاڼې لیکلی، چې د ایران د استازو د مجلس غړو په دغه ناسته کې د قاچاق د مخنیوی، سرحدی ستونزو د مدیریت، غیر قانونی کډوالو د تګ – راتګ مخنیوی په اړه د دواړو لوریو پر ګډې همکارۍ ټینګار کړی دی.
ایرانی پلاوی همدا راز زیاته کړې، چې اماده دی، څو په بېلابېلو برخو کې د سرپرست افغان حکومت سره خپلې تجربې شریکې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ