معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / افغان او ایراني لوري پر ګډو روغتیايي همکاریو ټینګار کړی

افغان او ایراني لوري پر ګډو روغتیايي همکاریو ټینګار کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر تهران کې له خپل ایراني سیال سره په لیدنه کې بامیانو ولایت کې د ۲ سوه بستریز امام خمیني قلبي روغتون د کارونو پر پرمختګ او سرحدونو کې د ناروغیو د لېږد د مخنیوي پر میکانېزم خبرې کړې دي.
د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دواړو لورو دغه راز ايران کې افغان کډوالو ته د درملنې لپاره د شرایطو او اسانتياوو په برابرولو، د طبي تجهیزاتو او باکېفیته درملو پر اړتیا او د روغتیایي پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړي او د روغتیا په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس