کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۹ نېټه):
د راپورونو له مخې د عامې روغتیا سرپرست وزیر تهران کې له خپل ایرانی سیال سره په لیدنه کې بامیانو ولایت کې د ۲ سوه بستریز امام خمینی قلبی روغتون د کارونو پر پرمختګ او سرحدونو کې د ناروغیو د لېږد د مخنیوی پر میکانېزم خبرې کړې دی.
د خبر له مخې یاد وزارت ویلی، دواړو لورو دغه راز ایران کې افغان کډوالو ته د درملنې لپاره د شرایطو او اسانتیاوو په برابرولو، د طبی تجهیزاتو او باکېفیته درملو پر اړتیا او د روغتیایی پرسونل د ظرفیت لوړونې په اړه خبرې کړی او د روغتیا په برخه کې یې پر ګډو همکاریو ټینګار کړی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ