کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۹ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په ترکمنستان کې د دغه هېواد د ټرانسپورټ په چارو کې د وزیرانو شورا له مرستیال محمد خان چکی یف سره کتلی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویلی، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د لېږد – رالېږد پر زیاتوالی، تورغنډۍ بندر کې د رېل پټلۍ د ظرفیت لوړو او ترکمنباشی بندر کې افغان سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرېدو هر اړخیزې خبرې شوې دی.
نوموړی همدارنګه زیاته کړې، چې سرپرست وزیر په دې لیدنه کې ویلی باید دواړه هېوادونه د لاجورد لارې پر مسیر له نورو شریکو هېوادونو سره په همکارۍ پر هغو لارو چارو کار وکړی، چې زموږ مشترک سټراټېژیک هدف د لاجوردو لارې احیا ممکنه کړی.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند د محمد خان چکی یف له قوله لیکلی، هېواد یې چمتو دی چې د اړتیا وړ تخنیکی معلوماتو له ترلاسه کولو او هوکړې وروسته د تورغنډۍ د اوسپنې پټلۍ پر سټېشن پانګونه وکړی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ