کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر جنک اونال سره کتلی.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ پر سیاسی او اقتصادی اړیکو هراړخیزې خبرې شوی.
د خبرپاڼې په وینا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د دغې کتنې پر مهال ترکیه کې په ترسره شوی حلال نندارتون کې د افغان پلاوی ګډون او د لاجوردو لارې د فعالیت په تړاو په هغه هېواد کې د وروستۍ ناستې هرکلی کړی او په دې اړه یې د ترکیې حکومت د هڅو قدردانی کړې ده.
سرپرست وزیر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو اوسنی وضعیت مثبت ارزولی او هیله یې څرګنده کړې، چې دواړه لوری وکولی شی نور رغنده ګامونه هم پورته کړی.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د ترکیې سفیر په دغه کتنه کې ویلی، دمګړۍ د افغانستان د سوداګرۍ وزیر د یوه پلاوی په مشرۍ په ترکیه کې دی، چې حلال نندارتون کې یې د ګډون ترڅنګ له خپل ترکی سیال سره هم پر دوه اړخیزې سوداګرۍ رغنده خبرې کړې دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ