کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودي سفیر سره د حج پروسې او اوقافي ځمکو په اړه خبرې کړي.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودي عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمي سره د حج پروسې د اسانتیاوو، د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې زیاتېدو او د اوقافي ځمکو لپاره د بدیل زمینې برابرولو په اړه بحث کړی دی.
د سعودي سفیر فیصل بن طلق البقمي د افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا ښودلې ده.
دواړه لوري د حج پروسې د لا ښه والي او افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې همکارۍ ته رسېدلي دي.
همداراز د اوقافي ځمکو لپاره د مناسب بدیل پیدا کولو په اړه هم دوی خبرې کړې دي.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/