افغان او سعودی چارواکو د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې پر ډېرښت خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۱۰ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست د سعودی سفیر سره د حج پروسې او اوقافی ځمکو په اړه خبرې کړی.

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شیخ نور محمد ثاقب په کابل کې د سعودی عربستان له سفیر فیصل بن طلق البقمی سره د حج پروسې د اسانتیاوو، د افغان حاجیانو لپاره د سهمیې زیاتېدو او د اوقافی ځمکو لپاره د بدیل زمینې برابرولو په اړه بحث کړی دی.

د سعودی سفیر فیصل بن طلق البقمی د افغانستان سره د همکارۍ ډاډ ورکړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو پیاوړتیا لپاره خپله ژمنتیا ښودلې ده.

دواړه لوری د حج پروسې د لا ښه والی او افغان حاجیانو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې همکارۍ ته رسېدلی دی.

همداراز د اوقافی ځمکو لپاره د مناسب بدیل پیدا کولو په اړه هم دوی خبرې کړې دی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.