افغان او قزاقی چارواکو پر دوه اړخیزو اقتصادی مسایلو خبرې کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۶مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قزاقستان د لومړی وزیر مرستیال سریک ژومانګارین کابل کې د بهرنیو چارو له سرپرست سره کتلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی، چې په دې کتنه کې د دواړو لورو ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسی، اقتصادی، سوداګریزو اړیکو او په افغانستان کې د قزاقستان د پانګونې په هکله خبرې اترې شوې دی.

خبرپاڼې لیکلی، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلی افغانستان لېواله دی چې له قزاقستان سره راکړه – ورکړه پراخه کړی او همدارنګه هیله یې څرګنده کړې، چې قزاقستان په افغانستان کې د کانونو، رېل پټلۍ او برېښنایی حکومتولۍ په برخو کې پانګونه وکړی.

نوموړی د افغانستان او استانې ترمنځ د مستقیمو الوتنو پیل مهم بللی دی.

ورته مهال سریک ژومانګارین په کابل کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د درې ورځنی ګډ سوداګریز نندارتون د پرانیستو خبر هم ورکړی دی.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.